تازه خبرونه

د بې بایو متریک رایو تر باطلیدو هیڅوک ټاکنیزې پایلې اعلامولی نشي- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیزې ډلې مشر ویلي، د بې بایومتریک رایو تر باطلیدو؛ هیڅوک حق نلري، چې د ټاکنو پایلې په ډاګه کړي.

د سولې او عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکوي؛ یو میلیون و دوه سوه زره تقلبي او ۳۰۰ زره قرنطین شوي رايي باید ونه شمېرل شي او په هغو محلونو کې، چي تخنیکي ستونزی وي؛ باید دوه یم ځل ټاکنی ترسره شي.

د ولسمشرۍ نوماند حکمتیار زیاته کړې؛ دوی به هغه مهال د رایو بیا شمېرنه ومني، چې د رای پاڼو ټول بکسونه د ټاکنډلو د استازیو په شتوالي کې بیا وشمېرل شي.

ښاغلی حکمتیار ګواښ کړی، چي که ټاکنیز کمیسیون د دوی غوښتونو ته پاملرنه ونکړي؛ د حاکم ې ډلې ملاتړ روان وساتي د درغلیو د ناوړه پایلو مسوولت به یې پرغاړه وي.

نوموړي همدارازويلي، چې د درملوک کمپنۍ دې هم محاکمه شي؛ دوی نه یوازې د ټاکنو په اړه په شویو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې په دې اړه ټول شوی لګښت باید هم وسپاري.

همداراز د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزی ډلې مشر له بهرنیو ځواکونو غوښتي، چې په ټاکنو کې بې پرې پاتي شي او له درغلو نوماندانو ملاتړ ونکړي.

Trending

Exit mobile version