Connect with us

تازه خبرونه

د بې پولې خبریالانو ټولنې د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۳۹۹)

د بې پولې خبریالانو ټولنې نن (پنجشنبه د مرغومي ۱۸) د افغانستان له حکومته وغوښتل، چې د خبریالانو او رسنیو د کارمندانو د ساتنې لپاره ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

بې پولې خبریالانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دوی به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

په دې وروستیو کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ووژل شول، چې وروستی هغه یې په غور ولایت کې د خبریال او مدني فعال بسم الله عادل ایماق ترور دی، چې په یو وسلوال برید کې ووژل شو.

د دغه سازمان د څرګندونو له مخې؛ دا ډېره مهمه ده، چې افغان چارواکي د رسنیو د کارمندانو امنیت ډاډمن کړي او په دې اړه هڅې روانې وساتي.

 دغه راز دې ټولنې ډاډ څرګند کړی، چې د د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

د افغانستان او ایران لپاره د دې ټولنې مشر رضا معین په دې اړه ویلي، چې د وژنو د عاملانو له بښلو او د پېښو نه څېړلو څخه یوازې قاتلان ګټه پورته کوي. دا په افغانستان کې د تراژیدۍ اصلي علت دی. د بې پولې خبریالانو ټولنه په داسې حال کې چې پر افغان چارواکو غږ کوي؛ د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره خپلې هڅې هم نه سپموي او د خبریالانو د موخه ییزو وژنو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې عدالت غوښتنه هم څاري.

بسم الله عادل ایماق لومړنی ژورنالیست دی، چې د خبریال پر نامه وژل شوی او نوم یې د دې ټولنې د ۲۰۲۱ کال په نوملړ کې ولیکل شو.

هغه مخکې هم دوه ځله پر نښه شوی و او امنیتي چارواکي یې له ګواښونو هم خبر ول؛ خو پاملرنه یې ورته نده کړې.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!