نړۍ
د تاجکستان او قرغزستان سرحدي ځواکونو نوې جګړه کړې
د قرغزي رسنیو د راپورونو له مخې؛ نن سهار د تاجکستان او قرغزستان پر پوله وسلواله جګړه رامنځته شوې، خو تاجکي چارواکو تر اوسه پدې اړه کوم معلومات خپاره کړي ندي.
د قرغزستان په یوه سرحدي اعلامیه کې راغلي، چې د قرغزستان د سرحدي ځواکونو یوې ډلې د باتکن ولایت په بولاکباشي سیمه کې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال ولیدل، چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو سرحدي حدودو ته درناوی ندی کړی او د قرغزستان پولو ته ورننوتلي دي.
د دغې اعلامیې له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د قرغزستان قانوني غوښتنو ته له خبرداریو سره سره پر هغو ډزې کړې دي. په ځواب کې د قرغزستان سرحدي ځواکونو هم پرې ځوابي ډزې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، دغه جګړه نن سهار ۹:۳۰ بجې پيل شوه.
په راپور کې راغلي، چې په دغو جګړو کې د قرغزستان سرحدي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی او د تاجک لوري د چوپتیا له کبله د تاجکستان د قربانیانو هویت او شمېر هم معلوم ندی.
د همدې شرایطو پر بنسټ د باتکن او سغد د سرحدي څانګو د مشرانو ترمنځ تیلیفوني خبرې اترې ترسره او دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید یوه ناسته ترسره کړي.
د تاجکستان او قرغزستان تر منځ له خپلواکۍ راپدیخوا سرحدي جګړې شوې دي؛ خو په تېر کال کې د دغو جګړو شمېر زیات شوی دی.
که څه هم د دواړو هېوادونو چارواکو له جګړو وروسته ناستې کړي؛ خو دغو غونډو هم جګړه پای ته نده رسولی او د یوه هېواد له لوري له لږ حرکت سره بیا جګړه پیل شوې.