تازه خبرونه
د تاجکستان او کرغزستان تر منځ سرحدي نښتې اندېښمنوونکې دي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د تاجکستان او کرغزستان تر منځ سرحدي نښتې «اندېښمنونکې» دي او د نښتو دوام کولی شي د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز ولري.
د افغانستان اسلامي امارت څرګندوي؛ د یکشنبې پر ورځ د تاجکستان او کرغزستان ترمنځ سرحدي نښتې «اندېښمنونکي» دي او د نښتو دوام کولی شي د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي، چې دغو نښتو د دواړو غاړیو ملکي وګړیو ته ستونزې را ولاړې کړي دي. په ځانګړي توګه د کرغزستان لوري ته د زرګونه ملکي وګړیو د بې ځایه کیدو لامل شوي دي. د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله او بې ځایه کېدل د افسوس وړ خبره ده.
اسلامي امارت له دواړو لوریو غواړي، چې سرحدي ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي. دوامدارې نښتې د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسولی شي.
د کرغزستان د روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، له تاجکستان سره د پولې په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ ته ورسېد او ۱۲۹ نور ټپیان شول.
کرغزستان دا هم ویلي، چې له تاجکستان سره نږدې له کلیو شاوخوا ۱۳۶ زره اوسېدونکي ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک د سې شنبې پر ورځ په یوه بیان کې د دواړو هېوادونو پر مشرتابه غږ وکړ، چې د دایمي اوربند لپاره دې خبرې اترې وکړي.
هغه وایي: دواړه خواوې باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره شته میکانیزمونه وکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د سرحدي نښتو وروسته دواړو خواوو پر اوربند موافقه وکړه؛ خو دواړو خواوو یو او بل له تړون څخه پر سرغړونه تورن کړي او کرغزستان د جمعې پر ورځ ناوخته په باتکن سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.