تازه خبرونه

د تاجکستان وارداتي برښنا له ۳۵۰ څخه ۴۰ میګاواتو ته راټیټه شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې په تاجکستان کې د اوبو د لږوالي له کبله د دوشنبې له ورځې د دوی  وارداتي برښنا له ۳۵۰ میګاواته څخه ۴۰ میګاواتو ته راکښته  شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند زیاته کړې، چې له ازبکستان سره د چټکو خبرو له لارې بریالي شوي، چې ترې ۲۰۰ میګا واته برښنا وغواړي او ټاکل شوې ۲۰۰ میګا واته نوره برښنا هم تر لاسه کړو.   

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ویلي، چې دا پېښه د یکشنبې د سهار له ۷ بجو پلې شوې؛ خو برښنا شرکت بریالی شوی، چې کابل ته له ازبکستان څخه ۲۰۰ میګا واته برښنا تر لاسه کړي. اوس له کورنۍ برښنا سره ۳۰۰ میګا واته برښنا لرو. هڅې روانې دي، چې ۲۰۰ میګاواته نوره برښنا هم تر لاسه کړو. اوس کابل له څه نا څه ښه برښنا لري.

د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ د تاجکستان وارداتي برښنا په کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بغلان او د کندوز ولایت په یو شمېر سیمو کې تر کار اخیستل کیدو.

د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې بیات پاور بریالی شو، چې د هېواد والو لپاره په لومړي ځل له طبیعي ګازه ۴۰ میګاوات برښنا تولید کړي.

اقتصاد کارپوهانو ویلي، چې حکومت باید له هېوادنیو وړتیاوو ګټه پورته کړي. لکه بیات پاور، چې له طبیعي  ګازو څخه برښنا تولیدوي؛ نور پانګوال هم په دې اړه پانګونې ته وهڅوي. 

د دوی د څرګندونو له مخې د افغانستان ګاز پانګونې ته اړتیا لري، چې د برښنا تولید ته د سونګ توکي چمتو شي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د برښنا په تولید کې د طبیعي ګاز کارول لکه، چې اوس بیات پاور، چې په افغانستان کې له ګازو څخه ۴۰ میګاواته بریښنا تولیدوي.

اقتصادي کارپوه حکیم الله صدیقي ویلي؛ که د برښنا د تولید پر سکتور کار شوی وای، اوس به مونږ د برښنا یو صادروونکی هېواد وو. هیله من یم لکه بیات پاور، چې جوزجان ښار رڼا کړی؛ نور پانګوال هم هغه ته ورته د برښنا د تولید لپاره پانګونه وکړي، چې په دې اړه د خلکو ستونزې حل شي.

د هېواد یو بل اقتصادي کارپوه سلیم توپان په ډاګه کړې؛ اړینه ده، چې حکومت دې کار ته پام راواړوي او په راتولونکي کې مونږ باید د بندونو د پرانستو لیدونکي شو او سولري برښنا ولرو؛ ځکه مونږ د نړۍ دوه یم لمریز هېواد یو او دا له دې سرچینې باید ګټه پورته کړو، چې نورې ستونزې ونلرو.

برښنا شرکت ویلي، چې په افغانستان کې د برښنا تولیدولو ته مونږ له لمر، ګازو او اوبو وړتیاوې لرو.

 دا مهال د کندهار ولایت لمریز سیستم ۴۰ میګا واته برښنا تولیدوي او د هلمند د برښنا بند هم ۱۰۰ میګا واته برښنا تولیدوي.

توحیدي دغه راز د خصوصي بنسټونو د پانګونې په اړه ویلي: د هېواد په سهیل کې بیات او غضنفر ګروپ له طبیعي ګاز څخه د برښنا په تولید کې پانګونه کړې، چې د بیات پاور د برښنا رسولو پروژه برښنا هم تولیدوي.

هغه زیاته کړې، چې د خصوصي سکتور لپاره د برښنا د تولید او وړاندې کولو اړتیا شته او حکومت چمتو دی، چې ورته د پانګونې زمینه برابره او ورسره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version