تازه خبرونه
د تاریخ حافظه به د بریتانیاوي شاهزاده هري جنایت هیر نکړي – انس حقاني
د بریتانیا د شاهي کورنۍ د غړي شهزاده هري له څرګندونو وروسته، چې په افغانستان کې یې د جګړې پر مهال ۲۵ طالبان وژلي؛ د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني ویلي، دا ډول جنایتونه به د بشریت تارخ هیڅکله هیر نکړي.
شهزاده هري د خپلو یادښتونو په کتاب کې لیکلي؛ په هلمند ولایت کې یې د خپل دوه یم ماموریت پرمهال هغه ۲۵ بد خلک ووژل، چې غوښتل یې ښه خلک له منځه یوسي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې پر وژلو یې نه ویاړ کوي او نه شرمیږي؛ ځکه، چې دا خلک نه ول، بلکې د شطرنج هغه دانې وې، چې له تختې لرې کړی شوې.
انس حقاني د دغو څرګندونو په غبرګون کې تویتونه کړي، چې وژل شوي کسان انسانان ول او داسې کورنۍ یې لرلې، چې راستنېدو ته یې شېبې شمېرلې.
حقاني شهزاده هري ته په ډاګه کړې: د افغانانو په قاتلینو کې ډېری یې ستا په څیر د دې وړتیا نلري، چې خپل وجدان او ضمیر ښکاره کړي او پخپلو جنګي جنایتونو اعتراف وکړي.
هغه زیاته کړې: حقیقت دا دی، چې د افغانستان خلک ستاسو د پوځیانو، پوځي او سیاسي مشرانو لپاره د شطرنج دانې وې؛ خو سره له دې هم تاسې د تختې د تورو او سپینو مربعګانو لوبه وبایلله او پر شاه شوئ.
انس حقاني د جرمونو پر نړیوالې محکمې او د بشري حقونو پر فعالینو هم نیوکې وکړې او هغوی یې ړانده او کاڼه ونومول.
انس څقاني څرګنده کړې: زه د جرمونو له نړیوالې محکمې یا د بشري حقونو له فعالینو تمه نلرم، چې تاسې دې وغندل شښ؛ ځکه، چې هغوی ستاسې په اړه کاڼه او ړانده دي؛ خو زه هیله لرم، چې دا جنایتونه به د بشر د تاریخ په حافظه کې پاتې شي.
دا لومړی ځل دی، چې شهزاده هري په افغانستان کې له خپل جنایت او وژنو پوره شمېر په ډاګه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم د شهزاده هري څرګندونې غندلې دي.
بلال کریمي تویت کړی: له بده مرغه غربي نړۍ، چې ځان د بشري حقونو مدافع بولي؛ د عمل په ډګر کې دا ډول اخلاق په لوړه کچه لري. افغانان به د یوه خپلواک او مسلمان ملت په توګه د یرغلګرو جنایتونه هیڅکله هیر نکړي.
د اروپايي پارلمان یو غړي هم د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې ده.
مک والاس هم تویت کړی: که څه هم په افغانستان کې د امریکا او ناتو جګړه په بشپړه توګه غیر قانوني وه او د ملیونونه بې ګناه خلکو ژوند یې تباه کړ؛ خو ولې د باور وړ رسنۍ او سیاستوال د دې شرمیدلي شهزاده هري د نیولو او محاکمې غږ نه پورته کوي؟
د بریتانیا دغه شهزاده څرګنده کړې؛ په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې د چورلکې د پیلوت په توګه دنده ترسره کړې؛ هغه مهال یې په شپږ ماموریتونو کې ونډه اخیستې وه، چې ټول یې مرګوني ول؛ خو کله، چې ما ځان د جګړې په ګرم ډګر او ګډوډۍ کې ډوب وموند، نو ما د هغو ۲۵ افغان طالبانو په اړه فکر نه کاوه، دوی لکه د شطرنج دانې باید له تختې لرې کړای شوي وای.