1393ټاكنې

د تاكنو خپلواك كميسيون، د ټاكنو قانون تر پښو لاندې كړى-فيفا

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون تل د ټاكنو د پايلو په اعلام كې د ځنډ او له سيستم څخه د رايو حذفول له مخكينۍ همغږۍ پرته د دې بهير په رڼښت كې شكونه را ولاړوي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه تاكنو بنسټ د ټاكنو له خپلواك كميسيون وايي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون ټولې لومړنۍ پايلې باطلو رايو ته له پام پرته سيستم كې دننه كوي او د تاكنيزو شكايتونو د كميسيون له غوښتنې سره سم قرنطين شوې رايي له سيستمه وباسي، چې دا په ښكاره قانون تر پښو لاندې كول دي.

نوموړى زياتوي، چې د ټاكنو د قانون د اوولسم بند څلورمه ماده د رايو قرنطين داسې تعريفوي:

د راى پاڼو له شمېرلو څخه د مشكوكو صندوقونو ويستل په لنډ مهاله توگه تر بيا څېړنې پورې او د تاكنو د خپلواك كميسيون يا د تاكنيزو شكايتونو د كميسيون تر پرېكړې يې ځنډول.

د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ رييس نعيم ايوب زاده وايي، د ټاكنو د قانون د ۵۸ مادې په دوه يم بند كې راغلي:

د ټاكنو خپلواك كميسيون مكلف دى، چې قرنطين شوي صندوقونه د څارونكو، مشاهدينو، رسنيو او د كانديدانو د استازو په شتون كې وڅېړي. قرنطين شوي صندوقونه له څېړنې وروسته د رايو په شمېرلو كې داخليږي او يا د سم دليل له مخې له شمېرلو وځي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، چې د قرنطين په اړه ليكونه رارسيدلي؛ خو د تاكنيزو شكايتونو كميسيون د رايو د باطلولو لپاره هيڅ راپور نه دى را ليږلى.

په داسې حال كې، چې د ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان ته انتظار كوو، ښايي، چې دا بهير تر دوه نورو ورځو هم دوام وكړي.

Trending

Exit mobile version