1393ټاكنې

د ولسمشرۍ نوماندان د شكايتونو ثبت ته ۲۴ساعته وخت لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چې د ټاكنو د لومړنيو پايلو له اعلام وروسته د ولسمشرۍ كانديدان ۲۴ساعته وخت لري، چې خپل شكايتونه په دې تړاو ثبت كړي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چې له هرې ممكنې لارې څخه په گټه اخيستنه به سپينې، تقلبي او جعلي رايي له اصلي او رښتينو رايو بېلوي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د وياند نادر محسني په باور په ټاكنو كې د عدالت او رڼښت اصل به د ټاكنو د پايلو د اعلام قرباني نه شي.

ښاغلي نادر محسني په ډاگه كړه، چې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون ولايتي دفترونو د خپلو كارونو پايله مركزي دفتر ته راليږلې او تر اوسه ۱۳۱۱مورده شكايتونو ته لاسرسى لرو، چې په ۴۰مواردو كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو نوماندانو د استيناف غوښتنه كړې ده او ۸۲۳ شكايتونه په مركزي كميسيون كې څېړل كيږي.

د دې كميسيون وياند تينگاركوي، چې د څېړنې به د تاكنو د خپلواك كميسيون لخوا قسمي او لومړنۍ پايلې را ونه نغاړي.

دى وايي، وېره نه لري، چې تاكنې به دوه يم پړاو ته ځي او په دې صورت كې، چې تاكنې دوه يم پړاو ته ولاړې شي، بيا هم د ټاكنيزو درغليو او سرغړونو څېړنې ته چمتو يو.

تر اوسه د تاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې ۲۱۳۳مورده شكايتونه ثبت شوي او د اته څلويښتو ټاكنيزو مركزونو او ۳۲ محلونو رايي باطلې شوي دي.

Trending

Exit mobile version