تازه خبرونه

د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره به ډېر خلک بې ځایه شي – ملګري ملتونه

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري څرګندوي، چې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره به د خلکو بې ځایه کېدل هم ډېر شي.

د دې ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی په افغانستان کې او ترې بهر د کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو لپاره چمتووالی نیسي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په تېرو شپږ میاشتوو کې شاوخوا اتلس زره کسان له جګړو  بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې تاوتریخوالي زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري څرګندوي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته جګړې ډېرې شوې او د خلکو بې ځایه کېدل هم ډېر شوي؛ ځکه، نو دوی دې حالت ته چمتووالی نیسي.

د دې ادارې چارسمبالي ویلي؛ په بغلان کې د ماین پاکۍ پر موسسې برید د اندېښنې وړ او لس کارکوونکي یې وژل شوی دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري چارسمبالی فیلیپو ګراندي ویلي: د تاوتریخوالي د ډېرېدو لیدونکي یو، چې ښایي نور هم ډېر شي او د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به حالات نور هم خراب او د اندېښنې وړ شي؛ نو، ځکه مونږ به د هېواد په داخل کې د ډېرې بې ځایه کېدنې لیدونکي وو.

د ملګرو ملتونو د مرستو مشر مارک لوکاک وایي: اتلس اعشاریه څلور میلیون کسان، چې د ټولو وګړیو  نږدې نیمایي کیږي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.

تر څو کلونو مخکې د نړیوالو ډېر پام افغانستان ته و. اوس دا خبره نه شته او دا یوه ننګونه ده، چې کولی شي د افغانستان اړتیاوو ته د لاسرسی او ترې د ملاتړ جلبولو له ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه نیم میلیون پناه غوښتوونکي ثبت شوي او څلور نیم میلیون په هېواد کې بې ځایه شوي.  

د کډوالو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري  ویلي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې شاوخوا اتلس زره کورنۍ د جګړوله کبله بې ځایه شوي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې بیانیږي، چې د ناټو مشرانو د دوشنبې پر ورځ له کابل سره د پوځي ماموریت پر پای ته رسېدو او مالي ملاتړ خبره وکړه. په دې همکاریو کې مالي ملاتړ، د افغان ځواکونو روزنه په بهر کې، غیر پوځي حضور او د مهمو زیربناوو ساتنه مهم موارد دي.

Trending

Exit mobile version