تازه خبرونه
د تایوان شاوخوا ته مو پوځي روزنې روانې دي – چین
د رویترز د چین د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه هېواد د تايوان شاوخوا ته په شپږ زونونو کې د د سمندري، هوايي او نورو څانګو پوځي ځواکونو روزنه پیل کړې ده.
چین دغه پوځي هڅې نن پنجشنبه د زمري دیارلسمه تایوان تاپو ته د امریکا د مشرانو جرګې د مشرې نانسي پلوسي له سفر یوه ورځ وروسته پیل کړې؛ ځکه، چې دغه هېواد تایوان خپله خاوره ګڼي او له همدې کبله یې د تایوان په شاوخوا بې ساري پوځي روزنې پیل کړې دي.
رویترز د چین د دولتي تلویزیون (CCTV) د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې پوځي روزنې پیل شوي او د یکشنبې تر ورځې پورې به روانې وي او د تایوان شاوخوا په اوبو او هوایي حریم کې مستقیمې ډزې یې د روزنې یوه برخه ده.
د تایوان چارواکو ویلي، چې دغه پوځي روزنه د ملګرو ملتونو له قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د تایوان پر ځمکني بشپړتیا هوایي آزادۍ او سمندري ترانسپورت ښکره برید دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې، د تایوان چارواکو دا روزنه ناقانونه او غیر مسوولانه نوملې ده.
په بیجینګ کې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د سفارت په شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر د پخوا پر پرتله دېر ټینګ ول؛ خو هیچا پر امریکایي محصولاتو د بندیز غږ پورته نکړ او د لاریونونو نښې نښانې هم نه وې.
په تایوان کې پلوسي د دې هېواد له چارواکو سره د امریکا د پیوستون ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د چین غصه نشي کولی دې هېواد ته د نړۍ د مشرانو د سفر مخه ونیسي.
د چین دفاع وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې بیجینګ به تایوان ته د پلوسي د سفر په ځواب کې یو لړ هدفي پوځي روزنې پیل کړي.