نړۍ

د تایوان په اړه د اروپا خپلواکه پاتې کېدو غبرګونونه راوپارول

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۲)

يو شمېر اروپايي او امريکايي سياستوالو د فرانسې د ولسمشر پر هغو څرګندونو نيوکه کړې، چې ويلي يې وه؛ اروپا بايد د تايوان په مسله کې د امريکا او چين پيروي ونه‌کړي.

دغو سیاستوالو ویلي، چې له چین سره د مکرون په دریځ کې خواخوږي زیاته ده.

د فرانسې ولسمشر ( له اکوز او پولیتیکو) ورځپاڼو ته ویلي: زمونږ لپاره ترټولو بد فکر دادی، چې مونږ اروپایان د امریکا ډنګ ته غوږ ونیسو یا له حده ډېر د چین غبرګون ته پام واړوو.

امريکايي او اروپايي چارواکي په ټولیزه توګه د چين د تېري کوونکي سياست پر وړاندې د تايوان له ديموکراسۍ او د يوه مهم سوداګريز ملګري په توګه ملاتړ کوي. چین، چې تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي، د تایوان په اړه د لویدیځ پالیسي په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي، چې د سیمې ثبات ګډوډوي.

د مکرون د څرګندونو له مهمو منتقدینو څخه یو یې د امریکا د جمهوري غوښتونکیو یو نفوذ لرونکی سناتور مارکو روبیو دی، چې د تایوان ملاتړ یې د اوکراین له ملاتړ سره پرتله کړی.

هغه د خپل تویت په یوه برخه کې څرګندوي؛ که اروپایان د تایوان په مسله کې د امریکا او چین ترمنځ بې پرې پاتې شي، نو مونږ هم باید د اوکراین په مسله کې د چا پلوي ونه‌کړو.

په امریکا کې د فرانسې سفارت ویلي، چې د ایمانویل مکرون څرګندونې سمې تعبیر شوې ندي.

د دغه سفارت په وینا، امریکا د ګډو ارزښتونو له کبله زمونږ متحد دی.

د آلمان د پارلمان د بهرني سیاست د کمیسیون غړی نوربرت رویتګن ویلي، چې د فرانسې ولسمشر له دې دریځ سره ځان په اروپا کې منزوي کوي.

هغه د مکرون څرګندونې د چین لپاره د پروپاګند کودتا او د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره یو ناورین وباله.

Trending

Exit mobile version