تازه خبرونه
د تحریک طالبان پاکستان او حکومت اوربند پای ته ورسېد
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ډاګه کړې، چې د دې ډلې او د پاکستان د حکومت تر منځ یو میاشتنی اوربند پای ته ورسېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټي ټي پي ویلي، چې د پاکستان حکومت د بندیانو د خوشې کولو او د مذاکراتي کمیټو د جوړولو په اړه د هوکړې په ګډون له ځینو شرطونو سرغړونه کړې ده.
ټي ټي پي زیاته کړې؛ اوس به؛ نو د پاکستان خلک پرېکړه کوي، چې تحریک طالبان پاکستان او که د پاکستان پوځ او حکومتي جوړښتونو له تړونونو سرغړونه کړې ده.
دغه راز ویل کیږي، چې: په دې شرایطونو کې د اوربند مخ غزول نور ناشوني دي.
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه حکومت یو مخالفه وسلواله ډله ده، چې له څو کلونو راپدیخوا د اسلام آباد له حکومت سره په جګړه کې ده.
ویل کیږي، چې یوه میاشت مخکې د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر مشرانو پر منځګړیتوب تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت تر منځ یو میاشتنی اوربند ته ورسیدل او له دوه اړخیزې هوکړې وروسته یې د اوربند پر غزولو هوکړه شوې وه.