تازه خبرونه

د تحریک طالبان پاکستان یو لوړپوړی غړی له یوه هوايي بریده ژوندی پاتې شو

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۰

رویټرز د تحریک طالبان پاکستان د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ټي ټي پي د یوه لوړپوړي غړي پر کور هوايي برید شوی؛ خو توغول شوي توغندي چاودنه نده کړې.

د آي ټي پي یوه چارواکي رویټرز ته څرګنده کړې، چې پرون (پنجشنبه د لیندۍ ۲۵) یوې بې پیلوټه الوتکې د تحریک طالبان پاکستان د یوه لوړپوړي مشر مولوي فقیر محمد د استوګنې پر میلمستون توغندي توغولی دی.

دغه طالب غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته ویلي: د سهار پر درې نیمو بجو یوه بې پیلوټه الوتکه په آسمان کې ولیدل شوه. مونږ اندېښمن شوو او مولوي فقیر محمد ته مو مشوره ورکړه، چې خوندي ځای ته ولاړ شي؛ خو هغه ونه منله او ټینګار یې وکړ، چې د د ورځي یې پټېدل ناشوني دي.

د دغې سرچينې د څرګندونو له مخې: شاوخوا نيم ساعت وروسته کله، چې فقیر محمد له خپل استوګنځي څخه د میلمستون پر لوري روان شو؛ يو توغندی ولګېد.

سرچینې زیاته کړې: هغه له ميلمستون څخه شاوخوا درې متره لرې و، چې الوتکې توغندی وتوغاوه او پر هماغه کوټه ولګېد. له نېکه مرغه ونه چاودېده ، هغه او ملګري یې خوندي پاتې شول.

دا برید په داسې حال کې کېږي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د پاکستاني حکومت ترمنځ د دایمي اوربند لپاره خبرې ناکامې شوې او دوی د ۳۰ ورځني اوربند له غزولو ډډه وکړه.

Trending

Exit mobile version