1393ټاكنې

د تحول او تداوم د تیم له ۲۵ شکایتونو څخه دوه د ډاډ وړ دي- محسني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په یوه علني ناسته کې له هغو پېنځه ویشت شکایتونو څخه، چې د تحول او تداوم تیم له خوا ثبت شوي، دوه با اعتباره وبلل.

د دوشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوې علني ناسته کې د دوه اویا محلونو رایې باطلې اعلان کړې، چې د تحول او تداوم تیم له دغې پرېکړې سره مخالفت ښکاره کړ او د ټاکنیزو شکایتونو په خپلواک کمیسیون کې یې ۲۵ شکایتونه ثبت کړل.

د تحول او تداوم د ټاکنیز تیم استازیسید حبیب هاشموایي، اته زره رایې د ورته تک مارکونو، د صندوقونو د ماتېدو او د قفلونو د خلاصېدو په دلیل باطلې شوي، چې دا یوه ناعادلانه پرېکړه ده.

 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حقوقو رییس خالد احمد اوریاوایي:

دغه رایې د هغې لایحې او چک لیست پر بنسټ باطلې شوي، چې د دوه یم پړاو ټاکنو د رایو د ارزونې بهیر ته جوړ شوي ول.

 

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند نادر محسنيد دوه اویا باطلو شویو محلونو له ډلې د دوه محلونو رایې با اعتباره وبللې.

 

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا د رایو د باطلولو له هغې ناستې وروسته ټاکنیز تیمونه له دوي سره د شکایتونو د ثبتولو لپاره ۲۴ ساعته وخت لري؛ خو د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز تیم تر اوسه دغه کمیسیون کې هیڅ شکایت نه دی ثبت کړی.

Trending

Exit mobile version