تازه خبرونه

د تحول او تداوم ټیم: د ټاکنو د پایلو اعلان به د بحران د مخنیوي سره مرسته وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم غړي وايي، د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم احساساتي او عجولانه ګامونه اخلي. دغه څرګندونې د اصلاحاتو او همګرایۍ ټيم له سیاسي خبرو د په شا کېدو د ګواښ په غبرګون کې شوې دي.
تحول او تداوم د دواړو کاندیدانو تر منځ لاسلیک شوې هوکړې ته ځان ژمن بولي او له اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم څخه غواړي چې دوی هم ژمن پاتې شي.
ښايي د رایو د تفتیش پای ته رسېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې وي، د دواړو ټاکنیزو ټیمونو تر منځ شخړې او لانجې مخ پر زیاتېدو دي.
د تحول او تداوم ټیم ویاند فیض الله ذکي وايي، د اصلاحاتو او همګرایۍ ټيم باید د ملي يوالي حکومت جوړلو لپاره سیاسي خبرو ته دوام ورکړي.
د تحول او تداوم ټيم غواړي په بېړه د ټاکنو پایلې اعلان شي تر څو نوی ولسمشر ارګ مانې ته ننوځي او د ملي یوالي د حکومت د جوړېدو لپاره سیاسي خبرې هم پای ته ورسېږي.
په داسې حال کې، چې افغانستان د بحران د کندې په څنډه ولاړ دی، د تحول او تداوم ټیم وايي، د ټاکنو د پایلو اعلان به د بحران د مخنیوي سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version