تازه خبرونه
د تخار تخنیکي انستیتوت محصل حیات الله موټر جوړ کړ
د تخار ولايت د تخنيکي انستيتوت نوښتګر محصل حیات الله پر “جيف آهو” ډوله موټر جوړولو بريالى شوى دى.
دغه موټر د تخار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ریاست لخوا په جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.
د حيات الله د څرګندونو له مخې، د دغه موټر پر جوړولو ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
موټر جوړوونکي حيات الله ويلي، که يې ملاتړ وشي او خام مواد ورته برابر شي؛ نو د هر ډول موټرو په جوړولو کې به له نړيوالو کارخونو سره سيالي وکړي.
د تخار اوسیدونکي غواړي، چې له نوښتګرو ځوانانو ملاتړ وشي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز رامنځته کړ.
تر اوسه په دغه مرکز کې یو سپورتي موټر بشپړ او لسګونه نور نوښتونه ثبت شوي دي.
