تازه خبرونه
د تخار د رستاق ولسوالۍ د خيران كلي كورنۍ بېړنۍ مرستې غواړي
د تخار د رستاق ولسوالۍ د خيران كلي بې ځايه شوې كورنۍ وايي، كه بېړنۍ مرستې ونه شي؛ نو انساني ناورين به رامنځته شي.
دې كورنيو دغره د ښوييدو پر لامل خپل ټول وسايل له لاسه وركړي او په دې توانيدلي، چې د غره لمن ته د ځان د ژغورنې په موخه ووځي.
دوى اوس اړدي، چې په آزاده فضا كې ژوند وكړي.
بې ځايه شوي خلك د سرپنا او خوراكي موادو د نشتوالي له كبله له ستونزو سره مخ دي.
دا كورنۍ وايي بيلابيلې ناروغۍ يې د ماشومانو ژوند ګواښي.
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې يوه اندازه خوراكي توكي، ا لبسه او خيمې له بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته كړې او ملي اردو هم ور سره د خوراكي توكي، درمل او البسه مرسته كړې او روغتيايي ډله يې په سيمه كې د ناروغانو درملنه كړې ده.
د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي وايي، دا مرسته په هيڅ صورت دوى ته بس نه ده.
دا هغه كورنۍ دي، چې دغره د ښوويدو په پېښه كې يې خپل كورونه له لاسه وركړي دي. كه څه هم له دوى سره د خيمو او خوراكي توكو مرسته شوې؛ خو وايي، چې دا كافي نه ده او بايد مرستندوى
بنسټونه يې مرستې ته ور ودانگي.
درې شپې وړاندې په دغه سيمه كې د غره د ښويدو له كبله نږدې زر كورنيو خپل كورونه له لاسه وركړل.