تازه خبرونه
د تخار د شپږ ولسواليو اوسيدونكي د والي د گوښه كولو غوښتونكي شول
د تخار د شپږ ولسواليو له لس زره ډېرو اوسيدونكيو د يوه لاريون په ترڅ كې د والي او د هغه د مرستيال د گوښه كولو غوښتونكي شول.
د تخار د درقد، ينگي قلعه، دشت قلعه او خواجه بهاوالدين زرگونه اوسيدونكيو د خواجه بهاوالدين په ښار گوټي كې لاريون وكړ.
دوى ادعا كوي، چې د ولسي جرگې غړى قاضي عبدالكبير مرزبان د ځمكې په غصب، وژنو او نشه يي توكو په قاچاق كې لاس لري او د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي او مرستيال يې فريد ذكي د هغه ملاتړ كوي.
دوى د والي او د هغه د مرستيال د گوښه كيدو غوښتونكي شول.
د ولسي جرگې غړى قاضي عبدالكبير مرزبان د لاريون كوونكيو ادعاوې ردوي او وايي، چې دا كسان د ټوپك په زور واټونو ته را ايستل شوي دي.
د تخار والي وياند سنت الله تيمور وايي:
د دغو خلكو د ادعا د څېړلو په موخه د ملي امنيت، لويې څارنوالۍ او كورنيو چارو وزارت يو گډ پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.
لاريون كوونكي وايي، كه غوښتنو ته مو پام ونه شي خپل دې حركت ته به دوام وركړو.