تازه خبرونه

د تخار سيند د څه باندې ۵ كيلو متره استنادي ديوال كار بشپړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار سيند د څه باندې ۵ كيلو متره استنادي ديوال د پروژې كار بشپړ او گټې اخيستو ته وسپارل شوه.

د تخار په مركز تالقان ښار كې د سيند د غاړو استنادي ديوال مهم بللل كيږي؛ ځكه ويل كيږي، چې هر كال دغلته د سيلابونو د راوتو له كبله د استوگنې لسگونه كورونه او لسگونه جريبه كرنيزې ځمكې له منځه ځي.

د تخار د اوبو لگولو رييس انجنیر محمد سالم وايي:

دا ديوال، چې د تالقانو ښار له منځه تېريږي، څه باندې ۵ كيلو متره اوږدوالى او دوه نيم متره لوړ والى لري، چې پرې ۵ ميليون دالر لگيدلي او دا پيسې اروپايي ټولنې وركړي دي.

ځينې هغه خلك، چې كورونه او كرنيزې ځمكې يې د دې سيند په اوږدو كې دي وايي:

دا ديوال په اساسي ډول نه دى جوړ شوى او د سيلابونو په وړاندې به مقاومت ونه كړي.

د اوبو لگولو رياست چارواكي ټينگار كوي، چې د دې پروژې له كاره يې څارنه كړې او دا ديوال هيڅ ستونزه نه لري.

د تخار سيند د هندوكش له لوړو څوكو سرچشمه اخلي او په كندز او تخار ولايتونو كې د دې سيند له اوبو څخه زرگونه كرنيزې ځمكې او د ميوو بڼوڼه خړوبيږي.

Trending

Exit mobile version