تازه خبرونه
د تخار له زندانه ۳۷ بېګناه بندیان خوشې شول
د زندانونو د ستونزو د څېړلو قضايي کمیسيون د تخار ولايت له زندانه ٣٧ کسان، چې بېګناه پېژندل شوي؛ خوشې کړي دي.
د تخار د ښاري محکمې قاضي مولوي عبدالمنان ویلي؛ یو شمېر بې مدعي بندیان له ضمانت پرته او پاتې نور، چې حقوقي قضیې یې لرلې د ضمانت له مخې خوشې شوي دي.
په تخار کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي سیف الله څرګنده کړې، چې دغه کميسیون په هرو ۱۵ ورځو کې د بندیانو ستونزې څېړي او بې ګناه کسان خوشې کوي.
د تخار د زندانونو مشر قاري نقیب الله وايي، چې د تخار په زندان کې د ۷ ښځو په ګډون ۸۴ بنديان ول، چې ۳۷ يې خوشې شول او یو شمېر نور، چې د جرم ساحه یې ولسوالۍ وې؛ ولسوالیو ته ولیږل شول.
له زندانه خوشي شوي کسان د زندان د ساتونکیو له ښه چلند څخه خوښ دي او وايي؛ نور به هڅه وکړي چې په ټولنه کې د ګټورو کسانو په توګه ژوند وکړي.
د زندان مسوولین د اسلامي امارت له غړیو څخه غواړي؛ له دې وروسته هغه کسان په زندان کې نه ساتي، چې د محکمې لخوا په جزا نه وي محکوم شوی او یا هم ښکاره جرم ونلري.
