سیمه ییز خبرونه
د تخار ولايت د تالقانو په ښار كې ۱۷ كلن ځوان پر ځان اور بل كړ
يو ۱۷ كلن ځوان د تالقانو په ښار كې په ځان سوزونې لاس پورې كړ.
اوولس كلن ځوان عبدالحكيم وايي:
اقتصادي فقر، غربت او بېوسۍ اړ كړى يم، چې پر ځان اور بل كړم.
ويل كيږي، چې نوموړى ځوان په خپله كورنۍ كې هيڅ راز مالي سرچينه نه لري او پلار يې هم رواني ناروغ دى.
ځوان عبدالحكيم زياته كړه:
د ژوندانه له شر څخه د خلاصون په هيله مې پر ځان يو گيلن تېل واړول. نور نه غواړم، چې ژوندى پاتې شم.
نوموړى اوس د تخار په مركزي روغتون كې بستر شوى دى.
د تخار روغتون رييس داكتر جميل فروتن وايي:
د دغه ځوان بدن ۹۰ سلنه سوى، چې د ژوندي پاتې كيدو هيله يې ډېره لږ ده.
د فروتن د وينا له مخې، د تخار روغتون داكتران هڅه كوي، چې نوموړى وژغورل شي.
د دغه ځوان كاكا عبدالبصير هم د خپل ورور د رواني ناروغۍ پخلى كړى او وايي:
وراره مې له اقتصادي ستونزو ځوريده؛ خو مونږ په داسې حال كې پرې خبر شو، چې اور پرې بل شوى و.
په تخار ولايت كې ټولنيز هڅاند رياض الدين شريفي په دې اند دى، چې:
ځوانانو ته كاري او كسبي زمينه نه ده برابره شوې او هغوى اړ دي، چې ځان مړ او يا ژوندى وسوزوي.
هغه وايي، كه دولت ځوانانو ته كاري زمينه برابره نه كړي كيدى شي دغه پېښې نورې هم ډېرې شي.
ويل كيږي، چې په كورنيو كې اقتصادي فقر ځوانان غلا او د مخدره توكو قاچاق ته هڅولي دي.
د يادونې وړده، چې څه موده وړاندې د دې ولايت څو تنه ځوانان د مخدره توكو د قاچاق په تور ايرانيانو په ايران كې لومړى اعدام او بيا يې مړي افغان حكومت ته له سپارلو وروسته تخار ته وليږدول شول.