سیمه ییز خبرونه

د تخار ولايت د كوكچې سلگونه اوسيدونكيو لاريون كړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار ولايت د كوكچې سلگونه اوسيدونكيو د ناامنيو د ډېريدو، سړي تښتونې، هدفمنو وژنو، د مخدره توكو د قاچاق او جنسي تېريو په وړاندې په پراخ لايون لاس پورې كړ.

لاريونكوونكيو د چارشنبې په ورځ(د مرغومي۶) د خپل لاريون په ترڅ كې يوه درې ماده ييزه غوښتنه وړاندې كړه، چې په كې د ناامنيو پر پاى ته رسولو، وژنو او مخدره توكو د قاچاق په وړاندې د بېړنيو كړنو غوښتنه شوې ده.

لاريونكوونكيو په ولسي جرگه كې د تخار استازى قاضي كبير او د تخار ولايت د پوليسو كوماندان خير محمد تيمور تورن كړل، چې يو شمېر جنايتكاران د دوى په ډاډ جنايتونه تر سره كوي.

دوى د دغو كسانو د محاكمې او گوښه كيدو غوښتنه هم وكړه.

د تخار ولايت چارواكي او په ولسي جرگه كې د تخار استازى د لاريونكوونكيو ادعاوې ردوي او غوښتنه يې بې بنسټه بولي.

د كوكچې غاړو ته د پرتو ولسواليو اوسيدونكي ټينگاركوي، چې:

د درقد او خواجه بهاوالدين ولسواليو په ډاډ من امنيت كې مو پراخه برخه اخيستې، خو حقوقو ته مو بشپړه پاملرنه شوې نه ده.

د تخار پوليسو كوماندان رسنيو ته د بشپړو معلوماتو له كوكولو ډډه وكړه، خود والي وياند سيد سليمان مرادي وايي:

موږ د دغه لاريون له بهيره بشپړ خبر نه يو. كه لاريون كوونكي مشروع او د منلو وړ غوښتنې لري؛ نو د ولايت مقام ته دې وړاندې شي، چې غوښتنو ته يې د حل لار وموندل شي.

په ورته وخت كې د ولسي جرگې د تخار استازى قاضي محمد كبيرمرزبان وايي ، چې :

د لاريونكوونكيو ادعا بې بنسټه ده. زه د مخدره توكو د قاچاقبرانو پلوى نه يم او حتا په وړاندې يې مبارزه هم كوم.

ويل كيږي، چې تېره اوونۍ هم ورته لاريون د تخار ولايت د ينگي كلا ولسوالۍ خلكو هم تر سره كړى و.

Trending

Exit mobile version