تازه خبرونه
د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ كې د طالبانو تش په نوم ولسوال ونيو شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په تخار ولايت كې امنيتي سرچينو په ډاگه كړې، چې چاه آب ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوي ولسوال او د هغه مرستيال ونيول شول.
امنيتي بنسټونه په خپله خبرپاڼه كې وايي، نيول شوى ولسوال محمد فاضل نوميږي، چې په سنگريار شهرت لري.
سرچينې زياته كړې، چې نيول شويو كسانو غوښتل د ينگي كلا، چاه آب او درقد ولسواليو ټاكنيز بهير گډوډ او راى مركزونه تر بريد لاندې ونيسي.
نيول شويو كسانو په لومړنيو څېړنو كې خپل جرم منلى دى.