بلخ @ps
د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې ۳۰ وسلوالو مخالفینو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان دفاع وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر تائیدوي.
د خبر پاڼې له مخې دا ولسوالي نن سهار پېنځه بجې په بشپړه توگه د امنیتيځواکونو لاسته ورغلي ده.
دغه راز زیاته شوې، چې په دې عملیاتو کې ۳۰ وسلوالو مخالفینو ته مرگ و ژوبله رسیدلي، ۹ نیول شوي او یو شمېر پوځي وسایط یې هم تر لاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی.
ویل کیږي، چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي.