تازه خبرونه
د تخار په خواجه غار کې له طالبانو سره نښته روانه ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د تخار په خواجه غار ولسوالې كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده .
د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وايي، چې:
په دې نښته كې يوولس وسله وال طالبان او يو محلي پوليس وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي،نښته د پل مومن آباد په سيمه كې اوس هم روانه ده.
خواجه غار د تخار هغه ولسوالي ده، چې د كندز دشت ارچي ته نږدې پرته ده او طالبانو هم له دې سيمې ورته لاره كړې ده .