تازه خبرونه

د تخار په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۳۹۹)

د تخار ولایت د هزاره قرلق کلي پر جومات د بمبارد پر مهال ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

عیني شاهدانو ويلي؛ پېښه د چهارشنبې له غرمې وروسته ۳ بجې هغه مهال وشوه، چې په جومات کې  طالبان راټول شوي وه؛ خو له هوایي بریده لس دقیقې مخکې یې جومات پریښی و.

د دوی په وینا؛ د دې پېښې قربانیان هغه ماشومان دي، چې په دې جومات کې  یې له ملا امامه سبق وایه.

تر دې دمه ۸ ماشومان او د جومات ټپي امام روغتون ته وړل شوي دي.

د ټپي ماشومانو په وینا؛ له برید مخکې څو وسلوال طالبان په جومات کې دننه ول.

د جومات ټپي ملا امام  مولوي عبدالاول ویلي، چې وسلوالو طالبانو له برید مخکې جومات پرېښود او هغه ماشومانو ته د دین ښوونه کوله.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې د برید موخه وسلوال طالبان ول؛ خو په تېروتنه کې ماشومان وژل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې په پېښه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي او په دې هوایي برید کې  ۱۰ وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.

د هزاره قرلق کلي د تالقانو ښار لویدیځ لوري ته د قلبرس سیمې ته نږدې پروت دی.

د ځایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا برخه له څو کلونو راپدیخوا د طالبانو په ولکه کې ده او کله نا کله پر پوځي اډو بریدونه تر سره کوي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

د ملي دفاع وزارت د جومات په برید کې د ۱۲ طالبانو او څو قومندانانو وژل کیدل تائید کړي؛ خو وایي، چې په پېښه کې د ملکي وګړیو د ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوي ټاکل شوی دی.

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په پېښه کې د ملکي وګړیو وژل کیدل دروغ بولي او وایي، چې وزل شوي کسان ټول وسلوال طالبان دي.  

حکومتي چارواکو ویلي؛ په دې برید کې هغه طالبان وژل شوي، چې دوه شپې مخکې یې په بهارک ولسوالۍ کې لسګونه افغان ځواکونو ته مرګ و زوبله اړولې وه.

Trending

Exit mobile version