تازه خبرونه
د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د اوبو د نوي بند د جوړېدو چارې پیلیږي
د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور تېره اوونۍ تخار ولایت ته د سفر پر مهال د ورسج ولسوالۍ تنګي ته د سفر پر مهال څرګنده کړې، چې د ټولو ارزونو له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر په دغه ولایت کې د برښنا بند د جوړېدو چارې پیل شي.
عبداللطیف منصور ویلي؛ دوی په پام کې لري، چې ډېر ژر په تخار ولایت کې د اوبو او برښنا د تولید بند جوړ کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د هغې سروې له مخې، چې د هېواد د پخواني ولسمشر محمد داوود په وخت کې ترسره شوې؛ دغه بند به ٧٥ متره لوړوالى ولري او له جوړېدو سره به يې د تخار او کندوز ٣٦٥ زره جريبه ځمکه خړوبه او ۸۰ میګاواته برښنا د تولید وړتیا ولري، چې بدخشان، تخار او کندوز ولایتونه یې له رڼا برخمن کیږي.
د تخار ولایت د سیندیزې حوزې مشر صبغت الله قانع وايي، په دغه ولایت کې د برښنا بندونو د جوړولو لپاره درې ځایونه شته، چې د هر یوه له جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د تخار اوسیدونکیو له دې کاره هرکلی کړی او وايي، چې په تېر کې د پخواني حکومت لهخوا دوی ته پوره پاملرنه نهده شوې.
تخار ولایت د اوبو له پلوه بډای دی؛ خو اوسمهال یې خلک له وارداتي برښنا کار اخلي.