تازه خبرونه

د تخار کروندګر د سړو خونو د جوړېدو غوښتونکي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په تخار کې د سړو خونو د نشتوالي له امله کرنیز محصولات ورستیږي. د دغه ولایت د ورسېج ولسوالۍ يو بڼوال کمال الدين وایی چې د سړکونو خرابوالی هم د دوی د محصولاتو د خرابېدو بل لامل دی.

دوی خپلې ستونزې ته د جدي حل لارې غوښتنه لري. د تخار د کرنې او مالدارۍ ریاست هم دغه ستونزه مني خو زیاتوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې څو ولسوالیو کې سترې سړې خونې جوړې شي.

ورسېج د تخار یوه لرې پرته ولسوالي ده چې بېلابېلې مېوې لري. که څه هم هلته بڼوال د خپلو محصولاتو په زیاتوالي خوښ دي، خو وایی، د سړو خونو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د کرنیزو محصولاتو نیمایي برخه یې ورسته شي. دوی د دې ستونزې د حل غوښتنه لري.

د تخار د کرنې او مالدارۍ ریيس محمد سالم ساعي هم دغه ستونزه مني خو وایي، ټاکل شوې په روان کال کې په څو ولسوالیو کې ځینې سړې خونې جوړې شي.

اټکل دی چې ورسېج ولسوالۍ کې اتیا سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

 

Trending

Exit mobile version