تازه خبرونه
د تخار یو سیمه ییز قومندان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی
په تخار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن سهار( یکشنبه د غویی ۱۲) وسلوالو طالبانو د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د قلعه ګرداب پر اړوند سیمه د برید پر مهال د جنبش ملي ګوند غړی او سیمه ییز قومندان پیرم قل ضیايي وژلی دی.
د تخار پولیسو ویلي، چې ضیايي اوس د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکیو قومندان و.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي؛ د ضیایي د ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښته، چې نن سهار ۸ بجې پیل شوې وه؛ په کې د ضیایي د ځواکونو دوه غړي هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
