بلخ @ps
د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ څو ساعته سقوط خلک زیانمن کړل
سیمه ییز چازواکي وایي، چې د تخار د دشت قلعه ولسوالي د چهارشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۱) څو ساعته د طالبانو تر واک لاندې راغله او طالبانو په دې موده کې خلک زیانمن او یو شمېر دولتي تاسیسات وسوځول.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ هغه شمېر اوسیدونکي، چې مالي زیانونه وراوښتي په تالقان ښار کې د اعتراض په بڼه راټول شوي او د امنیت د ټینګښت او زیانونو د ورکړې غوښتونکي شوي دي.
قومي مشر قادر افغان د دې کار لامل د امنیتي ځواکونو کمزورتیا او د حکومت بې پروایي ګڼي.
مدني فعال بشیر بشارت له حکومت غواړي؛ هغه سرحدي سرتېري وژغوري، چې په آی خانم سیمه کې محاصره دي او خلکو ته د زیانونو خساره ورکړي.
د دشت قلعه ولسوال عبدالقیوم قانع ابراهیمي هم پر حکومت نیوکه کوي او وايي، که د دې ولسوالۍ د پاکولو په موخه عملیات تر سره نشي؛ طالبان به بیا هم دې ولسوالۍ ته راوګرځي.
په تخار کې د پولیسو چارواکي هم امنیتي ستونزې او د دشت قلعه ولسوالۍ په څنډو کې د طالبانو حضور مني او وايي، چې اوس د طالبانو د بریدونو د مخنيوي په موخه په ولسوالۍ کې کافي سرتېري شته او ژر به د نورو هغو سیمو د نیولو عملیات پيل شي، چې له طالبانو سره دي.