سیمه ییز خبرونه

د تخنيكي او مسلكي كمپلكسونو جوړولو لپاره ۲۵۰ ميليون دالرو ته اړتيا ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پوهنې وزارت وايي:

د تخنيكي او مسلكي زده كړو په برخو كې د اته كمپلكسونو د جوړيدو لپاره ۲۵۰ ميليون دالرو ته اړتيا ده.

تېره اوونۍ نړيوال بانك  پوهنې وزارت ته د ۵۵ ميليون دالرو وړيا مرستې ژمنه وركړه، چې په پېنځه كلونو كې د مسلكي او تخنيكي زده كړو د ښه والي پر لارو ولگيږي.

د شنبې په ورځ (د غويى۲۸) د دې وزارت مسوولينو د اړتياوو د جوتولو لپاره په كابل كې يو وركشاپ جوړ كړ.

د مسلكي او تخنيكي ښوونځيو او انستيتونو د برخه والو لپاره د دې وركشاپ د جوړيدو موخه د مسلكي او تخنيكي زده كړو ستونزو ته لاسرسى بلل شوې دى.

د پوهنې وزارت د تخنيكي او مسلكي زدكړو معين آصف ننگ كه څه هم په دې برخه كې د مرستندويه هېوادونو مرستې ستايي، خو د دې مرستو د دوام غوښتنه لري.

دى وايي، كه څه هم د تخنيكي او مسلكي زده كړو د ملاتړ لپاره د امريكا پرمختيايي ادارې د ۷۲ ميليون دالرو او هند د ۶۰ ميليون دالرو ژمنې كړې دي، خو اوسنيو اړتياوو ته په پاملرنه مسلكي او تخنيكي زده كړې زياتو مرستو ته اړتيا لري.

په كابل كې د نړيوال بانك دفتر وايي، له دې وروسته به د مرستو زياته برخه د كاري زمينو په اړه تر سره كيږي.

په كابل كې د نړيوال بانك غړي باكاچكروتي وايي:

په افغانستان كې د دې بانك مرستې هغه پروگرامونه تمويلوي، چې كاري زمينې را منځته كړي او دا بهير به مونږ په راتلونكي كې هم همداسې په پام كې ولرو.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال د پوهنې وزارت د مسلكي او تخنيكي ښوونځيو د زده كوونكيو شمېر ۹۳ زره كسانو ته رسيږي او ويل كيږي، چې دا شمېر به تر پېنځه راتلونكيو كلونو ۵۰۰ زرو ته لوړه شي.

Trending

Exit mobile version