سیمه ییز خبرونه

د ترافيكو پر ودانۍ ځانمرگي بريد كې درې ترافيك پوليس ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبې په سهار يوې پنځه كسيزې وسله والې ډلې، چې په ځانمرگو واسكټونو، سپكو او درنو وسلو سمپال وو، په كابل كې د ترافيكو د رياست پر ودانۍ بريد وكړ.

د دوشنبې په ورځ سهار( د سلواغې دوهمه ) يوه ډله ځانمرگي بريد كوونكي د كابل د ترافيكو پر رياست  بريد وكړ.

جگړه د امنيتي ځواكونو اوترهگر تر منځ اته ساعت دوام وكړ تر څو وسله وال بريد كوونكي له پښو وغورځول.

د كابل ښار د دهمزنگ څلور لارې چېرې، چې د ترافيكو رياست موقعيت لري.

د دوشنبې سهار وختي پنځو تنو ځانمرگو بريدگرو په دغه ودانۍ بريد وكړ او ودانۍ ته پورته شول.

د كابل امنيه قوماندان ايوب سالنگي وايي:

ځانمرگي بريد گر، چې په سپكو او درندو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، شا او خوا اته ساعته له افغان امنيتي ځواكونو سره جگړه وكړه.

د ورځې شا او خوا دوه بجې بريد پاى ته ورسېد او امنيتي مسئولينو د پنځو واړو بريدگرو د وژنې خبر وركړ.

يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې لومړى د موټر بم چاودنه وشوه او وروسته وسله وال بريد پېل شو.

د امنيتي مسئولينو په وېنا دوى توانيدلي، چې په كابل كې په همدې ورځ د وسله والو مخالفينو يو شمېر پلانونه او بريدونه شنډ كړي. دوى په دې اړوند زيات جزئيات ورنكړل.

په دغه نښته كې درې ترافيك پوليس وژل شوي او د ملكي كسانو په گډون دوولس ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې مخكې يوې ډلې ځانمرگو بريد كوونكو د ملي امنيت پر يوه رياست د بريد هڅه وكړه، چې تر لسو ډېرو كسانو ته پكې مرگ ژوبله واوښته.

وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلى او ادعا كوي، چې لسگونه كورني عسكر او بهرني روزنكي ېي وژلي دي، چې دغه ادعا د امنيتي مسئولينو لخوا رد شوې ده.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو كې خپلو بريدونو ته په داسې حال كې زور وركړى، چې له افغانستان څخه د ټاكلي مهال وېش وړاندې د يو شمېر نړيوالو سرتېرو د وتو مسئله توده شوه.

Trending

Exit mobile version