سیمه ییز خبرونه

د ترافيكي ګنې ګوڼې له كبله د ولسي جرګې غونډه جوړه نه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د ترافيكي ګنې ګوڼې له كبله د دوشنبې ورځی د ولسي جرګې غونډه جوړه نه شوه.

په داسې حال كې، چې د مشورتې لويې جرګې لپاره درې ورځې پاتې دي، د امنيتي تدابيرو په لړ كې د لويې جرګې تالار ته غزېدلي زياتره سړكونه تړل شوي دي نو ځكه په واټونو او سړكونو كې د موټرو بيساري كتارونه جوړ شوي دي.

د مشورتې لويې جرګې لپاره مخكې له مخكې د سړكونو پر بندولو كابل ښاريان تند غبرګون ښيي.

د سړكونو تړل د دې لامل شوي، چې په پرانيستو سړكونو د موټرو ګڼه ګوڼه زياته شي او خلك له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان شي.

د ولسي جرګې غړي محمد فرهاد صديقي، ميربت خان منګل او سخى مشواڼى وایي، د ولسي جرګې د دوشنبی ورځی ( د لړم ۲۷ ) غونډه هم د سړكونو د بنديدو په پلمه جوړه نه شوه.

كه څه هم د جرګو جوړېدل په افغانستان كې يوه معمولي خبره ده خو كابل ښاريان له كلونو كلونو راهيسې له ترافيكې ستونزو سره مخامخ دي.

كابل ښاريان وايي، چې چارواكي تر اوسه د ستونزې په اساسي حل نه دي بريالي شوي.

Trending

Exit mobile version