تازه خبرونه

د ترافیکو ریاست به ډېر ژر په کابل ښاروالۍ کې مدغم شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل ښاروالۍ وایي؛ یو کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د ترافیکو ریاست په کابل ښاروالۍ کې مدغم کړي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ريیس تواب احمدي وايي، چې دغه طرح ولسمشر منلې او یو کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې مشري یې د اقتصاد وزیر دی.

د نوموړي په وینا ډېر ژر به ترافیک د ښاروالۍ په چوکات کې کار پیل کړي او د دغې طرحې له مخې به ښاري ستونزې له منځه ولاړې شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي؛ اوس دا یوه طرح ده او په کابینه کې هم ترې یادونه شوې؛ خو د دغه وزارت په چوکات کې د ترافیکو ریاست د پام وړ کارونه کړي او دوام به یې نورې آسانتیاوې هم برابرې کړي.

د نومږوړي په وینا؛ دا د مشرانو کار دی، چې څه پرېکړه به کیږي.

د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې ترافیکي نظم له ښاروالیو سره تړلی وي.

که څه هم په کابل ښار کې ترافیکي نظم د کورنیو چارو وزارت دی؛ خو اوس هم ځینې وخت له حکومتي موقف او یا هم د نورو ملحوظاتو له مخې یو شمېر کسان عامه نظم او قوانینو ته په آسانۍ سر نږدي او د ترافیکو په برخه کې زیاتره دغه ډول ستونزې لیدل کیږي. دا چې کابل ښاروالي به وکولی شي، دغه ستونزه لیرې او یا به یې وڅاري، وخت به یې په ډاګه کړي.

خبریال : رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version