سیمه ییز خبرونه

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ترانسپورت او ترانزيت ملي ورځ ونمانځله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه افغانستان غواړي، چې ترانسپورت او كورنۍ ترانزيت يي وده وكړي، د ګاونډيو په ځانګړې توګه پاكستان د دوه ګونې پاليسي پر وړاندې دې ورته تګلاره تر لاس لاندې ونيسي.
د  ترانسپورت او هوايي چلند او د سوداګرۍ وزارتونه وايي، افغانستان په تېرو يوولسو كلونو كې  له خپلې خاورې څخه د ګاونډيو هېوادونو د ترانزيت پر وړاندې دوستانه سياست خپل كړى او ګاونډيو هېوادونو تل د حكومت له دې تګلارې ناسمه استفاده كړې ده.
د ترانسپورت او هوايي چلن وزير داوود علي نجفي وايي:
د ترانسپورت او ترانزيت له ملې ورځې نمانځنه  يو فرصت دى پر هغو ستونزو او ننګونو د بحث لپاره، چې د افغانستان د ترانسپورت او ترانزيت په برخه كې شتون لري.
د نوموړي په خبره د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره له ټولو هڅو سره سره، چې د هر هېواد د اقتصادي ودې كليد دى، خو لا هم د افغانستان ترانسپورت د هېواد او سيمې د اوسنيو اړتياو ځواب نه شي ويلاى او هومره يي وده نه ده كړې لكه، چې په كار ده.
بلخوا د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود د افغان حكومت كورنۍ ستونزې د افغانستان د ترانزيت پر وړاندې ستر خنډ بولي.
د هغه په باور كه د كورنيو حكومتي بنسټونو او خصوصي برخې تر منځ لازمه همغږي نه وي، د افغانستان د ترانسپورت ستونزې به حل نه شي.
ټولو ننګونو ته په پام سره د شمېرو له مخې، ويل كېږي، چې دا مهال افغانستان څلور هوايي شركتونه او سلګونه ځمكني ترانسپورتي شركتونه لري او په افغانستان كې د لاريو شمېره له ۱۵۰ زرو اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version