تازه خبرونه

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د دغه وزارت د عوایدو له زیاتوالي خبر ورکړ

Published

on

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ويلي، چې په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې دغه وزارت ۷ اعشاریه ۶ میلیارد افغانۍ عواید درلودل، چې د ۱۴۰۰ ل. ل کال پر پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۲۶ ) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو په کابل کې د ترانسپورت او هوايي چلند د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې په دې وزارت کې له ۱۴۰۱ ل.ل کال څخه تر اوسه ۹۰ میلیون مسافر له یوه ځای څخه بل ځای ته لېږدول شوي دي. د ۲۵۰ ترانسپورتي شرکتونو له‌خوا ۸۰ میلیون ټنه مالونه لېږدېدلي او ۲۲۰ زره موټر لېږدول شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې ته په ځانګړي توګه ترانسپورت او ترانزیت برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي، چې افغانستان سیمه سره ونښلوي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي ويي، غواړي په هېواد کې د یو منظم ترانسپورتي او ترانزیتي سیستم له لارې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو زمینه برابرې کړي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي، چې دغه هېواد سیمه‌ ونښلوي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده وايي: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هڅه کوي، چې په لنډ ممکن وخت کې هېواد د سيمه‌ييزې نښلونې پر مرکز بدل کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې چارواکو ويلي، له ازبکستان سره یې تړونونه لاسلیک کړي او هڅه کوي، چې له چین سره مستقیماً واردات او صادرات وکړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو زیاته کړې، چې په تېر یو نیم کال کې یې له ۹۰۰ څخه ډېر ترانسپورتي شرکتونه ثبت کړي او له څو خصوصي شرکتونو او ګاونډ هېوادونو سره یې د ځمکني ترانسپورت په برخه کې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي، چې یوه بېلګه یې د ځمکې له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ تګ راتګ دی.

Trending

Exit mobile version