تازه خبرونه

د ترانسپورت د ځمكني سيستم د كمپيوټري كولو هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ترانسپورت او ملكي هوايي چلن وزارت وايي، سږ كال يي عوايد د معياري سيستم د عملي كيدو په دليل زيات شوي دي.

د ترانسپورت او ملكي هوايي چلن وزارت وياند حكمت الله قوانج وايي، د هوايي ترانسپورت سيستمونه په كمپيوټري وسايلو او نړيوالو معيارونو چمتو شوي او همدا راز د ځمكني سيستم د كمپيوټري كولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د نوموړي په خبره، دا مهال۱۵۰ملي بسونه په كابل كې پر اووه لينونو فعاليت كوي؛ خو د كابل ښاروالۍ له خوا د ترانسپورتي آسانتياوو او د مشخصو تمځايونو نه شتون د ملي بسونو د فعاليت په وړاندې د اندېښنې وړ مسايل دي.

يو شمېر كابل ښاريان وايي، ترافيكي ستونزې ډېرې دي. دوى د ملي بسونو د ډېريدو غوښتنه كوي او وايي، چې د ترافيكو رياست د شخصي موټرو د كارولو مخه نيسي.

كه څه هم د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت مسوولين تل د ترانسپورتي سيستم د معياري كولو لپاره هڅې كوي، خو اوس هم د هېواد د هوايي ترانسپورت سيستم د اروپاي هېوادونو په تور ليست كې دى.

Trending

Exit mobile version