سیمه ییز خبرونه
د تركيې په كوربتوب له طالبانو سره د سولي خبرې ډاډمنې دي- چتين
په افغانستان كې د ناتو پخوانى ملكي استازى وايي:
د تركيې هېواد د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته ډاډمنه سيمه ده.
د تركيې له يوې ورځپاڼې سره په مركه كې د ناتو پخواني ملكي استازي حكمت چتين ويلي، چې د طالبانو په وړاندې د تركيې بې پريتوب د امريكا، افغانستان او پاكستان په پرتله د خبرو د ترسره كولو لپاره ښه كوربتوب رامنځته كولى شي.
د نوموړي په وينا، سعودي عربستان لومړنى هېواد دى، چې طالبان يې په رسميت پېژندلي ول، چې دا كار د دوى ناپېيلتوب اغېزمنوي. تركيې تل له افغان دولتونو ملاتړ كړى دى. افغانستان، امريكا او پاكستان هم د خبرو په اړه په تركيه ډاډمن دي.
افغان حكومت په افغانستان كې له طالبانو سره پر خبرو ټينگار كړى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
افغانستان غوره گڼي، چې د طالبانو دفتر په كابل كې پرانستل شي. له دې پرته تركيه او سعودي عربستان ورته يو شان دي.
په تركيه او سعودي عربستان كې د طالبانو د دفتر د بيا پرانستې غږ له هغې وروسته پورته شو، چې افغان حكومت يې په قطر كې د پرانستې پر بڼې نيوكه وكړه او طالبانو وتاړه.
افغان حكومت هيله من دى، چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو مخكې په افغانستان او يا د سيمې په كوم بل هېواد كې دغه دفتر پرانستل شي.
يو شمېر سياسي كارپوهان له طالبانو سره په نږدې راتلونكي كې د خبرو تر سره كولو ته هيله من نه ښكاري او په دې اړه د پاكستان پر رښتينو هڅو شك كوي.
د افغانستان د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز رييس داود مراديان وايي:
تركيه به د خبرو له كوربتوب څخه په دوه دليلونو ځانگړې پايله تر لاسه نه كړي: لومړى د طالبانو سياسي مشران د پاكستان پوځي اړخونه دي او هغو نه غواړي له طالبانو څخه ملاتړ پاى ته ورسوي. كيدى شي هغه خبرې يوې ولوله ييزې تلويزيوني نندارې ته ورته وړاندې كړي، خو په زړه پورې پايله به ونه لري.
دوه يم دا، چې نه طالبان او نه پاكستان اړ دي، چې د وتلو په حال كې له ولسمشر سره كومې معاملي ته زړه ښه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې تركيې د افغانستان په اړه د څو نړيوالو كنفرانسونو كوربتوب كړى دى.
دغه راز هيله ده، چې تركي ځواكونه به له ۲۰۱۴م كال وروسته هم په افغانستان كې پاتې شي.