نړۍ

د تركيې په يو پوځي مركز كې وسله والو۴۲ پوځيانو ته مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هغه بريد كې، چې وسله والو د تركيې او عراق د سرحدي پولې پر يو پوځي مركز تر سره كړى؛ ۲۴ پوځيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د تركيې دولت د كردانو پي كا كا كارگري گوند تورن كړى، خو دغه گوند د بريد پړه منلې نه ده.

وسله والو بريد كوونكيو دغه بريد د سه شنبې په شپه(د تلې په ۲۶) د تركانو پرپوځي اډه د حكاري ولايت په يوكسوكوا په سيمه كې تر سره كړى دى.

دغه بريد له هغې چاودنې څو ورځې وروسته تر سره شوى، چې په كې د همدې ولايت څو تنه پوليس وژل شوي وه.

د دغه بريد پرلامل رجب طيب اردغان قزاقستان ته خپل سفر ځنډولى دى.

د تركانو پوځي چارواكو ويلي، چې:

ددغه بريد رهبري او تر سره كول ښيي ، چې  ښايي دغه بريد د پي كا كا له خوا تر سره شوى وي.

له څو مياشتو راپديخوا د عراق په سرحدي پولو كې تاوتريخوالى ډېر شوى او د پي كاكا مركزونه د تركانو له ځمكني او هوايي بريد سره مخ شوي دي.

د كردي بېلتونپالو بريدونه د تركيې د مركزي دولت پر ضد د ۱۹۸۰ع كال د لسيزي له نيمايي پيل شوي او له وسله والو بريدونو، چاودنو او ترور سره تر دې دمه روان ساتل شوي دي.

په دې ۱۲ كلنه جگړه كې ۴۰۰۰۰ تنه وژل شوي، خو د تركيې دولت خبرو او سولې ته زړه ښه كړى نه دى.

د يادونې وړ ده ، چې د امريكا متحده ايالات، تركيه او اروپايي ټولنه د كردانو كارگر گوند ترورستي ډله بولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version