تازه خبرونه
د ترمپ پلویان له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه غواړي
د امریکا نوې نظرپوښتنه ښیي، چې د ولسمشر دونالد ترمپ دوه پر درېیمه برخه پلویان له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د هوکړې غوښتونکي دي.
دغه نظرپوښتنه د ایریشیا ګروپ بنسټ لخوا ترسره او د دوشنبې پر ورځ خپره شوه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې یې امریکا ژمنه کړې، چې په ۱۴ میاشتو کې به ټول سرتېري له افغانستان څخه وځي.
طالبانو هم ژمنه کړې؛ د القاعده په ګډون ترهګرو دلو ته به اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او د افغانستان حکومت به یو سیاسي حل ته د رسیدو لپاره خبرو اترو ته زمینه برابروي.
دغه راز ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړ دیموکرات نوماند جوبیدن ۶۰ سلنه ملاتړ کوونکي هم د سولې هوکړه غواړي.
په نظرپوښتنه کې راغلي: په افغانستان کې د جګړې پای د بو سرتکی شوی او ټول امریکایان غواړي، چې روانه جګړه سیاسي پای ته ورسوي.
له ۱۰ سلنې لږ خلک د سولې له هوکړې سره مخالفت کوي او درېیمه برخه یې بې پرې دي.
د ټولپوښتنې له مخې: له تېر کال راپدیخوا یوه برخه د ځواب ویونکيو پدې باور دي امریکا باید په افغانستان کې تر هغې پاتې شي، چې ټول دښمنان مات شوي نه وي. دا شمې اوس له ۳۰ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته راټیت شوی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې د دوحې پر کوربتوب د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار اواره کړه.
ټاکل شوې وه، چې دغه خبرې د روان کال د مارچ په میاشت کې پیل شوې وای، خو د طالب بندیانو په خوشې کیدو د اختلافاتو له کبله وځنډول شوې.
د تړون له مخې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی او ټاکل شوې، چې د نومبر تر پایه ۴۵۰۰ ته راټیټ او بیا د بل کال تر پسرلي صفر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ هېواد به یې په راتلونکي پسرلي کې د خپلو سرتېرو شمېر صفر ته راکم کړي.
