تازه خبرونه

د ترهګرو په وړاندې د افغان ځواکونو جګړه فرض ده- عثماني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له څوارلس کلونو را په دیخوا یو شمېر وسلوالو د منتخب نظام په وړاندې وسله را پورته کړې او جګړه کوي؛ خو په وروستیو کلونو کې د افغان دولت د صبر کاسه هم ډکه شوې ده.

د حج، ارشاد او اوقافو وزیر وایي، له هغو ترهګرو سره جګړه فرض ده، چې له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي، عام خلک وژني، پر جوماتونو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي.

د حج، ارشاد او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د  آریانا نیوز د تعهد په خپرونه کې پر هغو کسانو، چې د ځانمرګو بریدونو فتواوې ورکوي سخته نیوکه وکړه او وایي، چې په دغو بریدونو کې عام خلک له منځه ځي.

ښاغلی عثماني پر هغو کسانو هم سخته نیوکه کوي، چې په وینا یې د ځانمرګو بریدونو فتواوې ورکوي.

هغه زیاتوي، تاسې پر چا د ځانمرګو بریدونو فتواوې ورکوئ، تاسې څوک وژنئ، همدا تېره اوونۍ په یوه ځانمرګي برید کې داسې کس ووژل شو، چې درې زامن یې د قرآن حافظان دي.

مخکې له دې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا، جهادي مشر عبدرب رسول سیاف او ګڼو نورو سیاستوالو د وسلوالو پر ضد د افغان ځواکونو جګړه فرض بللې وه؛ خو دا به ښایی لومړی ځل وي، چې د کابینې  یو وزیر د وسلوالو خلاف د افغان ځواکونو جګړه فرض بولي.

تعهد خپرونه نن شپه(د غویی ۲۵) اته نیمې بجې له آریانا نیوز او لس بجې له آریانا څخه خپریږي. 

Trending

Exit mobile version