سیمه ییز خبرونه

د ترهگرۍ په وړاندې عملي اقدام د افغانستان او پاكستان په گټه دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشرد تركيې په انقره كې د افغانستان، پاكستان او تركيې په درې اړخيزه ناسته كې هيله من شوى، چې:

د ترهگرۍ په وړاندې به له پاكستان سره د گډې مبارزې عملي پايلې تر لاسه كړو.

د پاكستان ولسمشر وايي:

اسلام آباد په وضعه پوهيږي او هڅه كوي، چې له تركيې سره په گډو هڅو كې مخ په وړاندې لاړ شي.

د تركيې ولسمشر د سيمې د ستونزې په حل كې د افغانستان او پاكستان پر گډ كار ټينگار كړى.

د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې عملي گامونه او د خبرو ميز ته د طالبانو را كاږل د دې ناستې ټوليزې څرگندونې دي.

د پاكستان په خاوره كې د ترهگرو د خوندي پټنځايونو شتون او له دې ځايه د ترهگرو كړنو تنظيمول په تېرو څو كلونو كې د افغان دولت يوه لويه اندېښنه وه، چې پاى ته رسيدل يې د پاكستان عملي همكارۍ ته اړتيا لري.

پرپاكستان توردى، چې د افغانستان د ملي امنيت پر رييس او د سولې عالي شورا پر پخواني رييس بريدونه له كوټې څخه تنظيم شوي او ولسمشر حامد كرزي له پاكستان څخه غوښتي، چې د دغو تورونو سپيناوى وكړي.

په انقره كې د افغانستان، پاكستان او تركيې په اوومه درې اړخيزه ناسته كې ډېر د ترهگرۍ په وړاندې د ژمنو پر عملي كولو ټينگار شوى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي په ډاگه كړې، چې:

موږ د افغانستان او پاكستان په گټه اود ډاډ منتيا د رامنځ ته كولو په موخه د عملي اقداماتو او په تېر وخت كې د شويو  ژمنو د عملي كولو په اړه په بېلابېلو لارو چارو خبرې وكړې.

اسلام آباد په تېرو څو مياشتو كې په خپل سياست كې د افغانستان په اړه نرموالى راوستى، چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې د پاكستان د ژمنتيا نښې بلل كيږي.

ولسمشر حامد كرزي ډاډ څرگند كړى، چې:

د افراطيت او تندلاريتوب په وړاندې مبارزه به پايلې ته ورسيږي؛ ځكه، چې د دواړو هېوادونو خلك له خطر، گواښ او نورو ستونزو سره مخ نه شي.

د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه هغه څه دي، چې د پاكستان ولسمشرهم ورته نغوته كړې.

د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري څرگنده كړې، چې:

نړۍ غواړي له موږ سره مرسته وكړي؛ خو نه پوهيږي، چې څنگه؟ موږ مشورې جدي نيولې، موږ د تركيې مشورې هم تل جدي نيولي او موږ په دې مشوره له دې پرته، چې څه مو په وړاندې رامنځ ته كيږي مخكې ځو. موږ په ټولو مسايلو پوهيږو، موږ په دې حقيقت پوه يو، چې موږ دوى ته زيان رسوو له همدې امله دوى زموږ په وړاندې ځواكمن بريد كوي.

په دې خبري ناسته كې د تركيې ولسمشرعبدالله گل وويل، چې دواړه لوري افغانستان او پاكستان يو ځل بيا يو پربل باور وكړ او درې واړه هېوادونه غواړي په گډه پرې كار وكړي.

Trending

Exit mobile version