تازه خبرونه
د تروریزم په وړاندې د افغانستان ملاتړ وکړئ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دافغانستان لپاره د ملگروملتونو ځانگړي استازي پرون د سیمې پرهېوادونوغږ وکړ، چې د تروریزم پرضد د افغانستان ملاتړوکړي.
نیکولاس هایسم د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د چارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته پرون وویل ، چې په افغانستان کې د افراطي ډلو فعالیت د افغانستان نه ، بلکې یوه سیمه ییزه ستونزه ده او په دې توگه یې د شانگهای دهمکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ولسمشر اشرف غني څرگندونې تائید کړې. نوموړي یوځل بیا د افغانستان له گاونډ هېوادونوغوښتنه وکړه ،چې له افغانستان سره د تروریزم پرضد په جگړه کې مرسته وکړي.
نیکولاس هایسم د فاریاب ولایت له چارواکو سره په کتنه کې وویل، د گاونډ هېوادونو وگړي د افغانستان په جگړه کې گډون لري؛ ځکه دا هېوادونه هم مسوولیت لري ،چې له وسلوالو سره په دې جگړه کې د افغان حکومت ملاتړوکړي.