تازه خبرونه

د ترویکا غړیو هېوادونو د طالبانو د تور نوملړ له ارزونې ملاتړ څرګند کړ

Published

on

د ترویکا غړیو هېوادونو استازیو ( امریکا ، روسیه ، چین او پاکستان) پرون (جمعه د غویی ۱۰) په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دوی په تور نوملړ کې د طالبانو او د دوی د اړوند بنسټونو د نومونو د ارزولو له دریځه ملاتړ کوي.

دوی زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي کمول او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پرمخ وړلو لپاره د طالبانو دوامداره هڅې به پر دغې ارزونې مثبته اغېز ولري.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې جګړه هیڅ ډول نظامي حل نلري او د افغانانو د تلپاتې سولې غوښتنه باید پوره او ترسره شي.

په اعلامیه کې راغلي: مونږ ټینګار کوو، چې په افغانستان کې نظامي حل ناشونی دی. سیاسي هوکړه د افغانانو پر مشرۍ په افغانستان کې د ثبات او سولې د راوستو یوازنۍ حللاره ده.

دوی څرګندوي؛ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید په هېواد کې د جګړې لامل نشي.

دوی ټینګار کوي، چې د وتلو پرمهال د افغانستان د سولې بهیر باید زیانمن نشي. په افغانستان کې له جګړې او ګډوډۍ پرته د نړیوالو ځواکونو خونديتوب باید ډاډمن شي.

دوی زیاته کړې؛ تمه ده، چې طالبان د دوحې تړون له مخې خپلو کړیو ژمنو ته ژمن وي او له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.

دوی پر طالبانو دا غږ هم وکړ، چې د پسرلنيو عملیاتو له پیلولو دې ډډه وکړي.

دغه راز تمه لري، چې د افغانستان حکومت هم د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه روانه وساتي.

د ترویکا غړیو یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټ او ملکي وګړيو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

دغو هېوادونو د سفارتي کارمندانو او ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، خو وایي، چې که داسې کومه پېښه رامنځته کیږي؛ نو دوی به یې ځوابویونکي وي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي: مونږ له اسلامي جمهوریت او د سولې له عالي شورا څخه غواړو، چې له خپلو طالب سیالانو سره نیغ په نیغه خبرو ته حاضر او یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي. مونږ د داسې حکومت له جوړېدو ملاتړ نکوو، چې د زور له لارې واکمني غواړي.

د ترویکا هېوادونو د خبرو اترو پر پلاویو غږ وکړ، چې د تلپاتې او هراړخیز سیاسي حل او اوربند لپاره کار وکړي او په دې بهیر کې د ملګرو ملتونو له رول نورهم تود هرکلی وکړي.

دې هېوادونو ټینګار کړی: مونږ د داسې دوامداره او عادلانه سیاسي حل ملاتړ کوو، چې افغانستان خپلواک ، هوسا، متحد، ثبات لرونکی، ډیموکراټیک، پر ځان بسیا، له تروریزم او مخدره توکو پاک کړي. مونږ د پلان له مخې د افغان کډوالو له راستنېدو هم ملاتړ کوو.

دوی ټینګار څرګند کړی، چې د سولې هوکړه لیک باید د ښځو، ماشومانو، د جګړې د قربانیانو او لږکیو حقونه په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version