تازه خبرونه
د ترکمنستان د باندنیو چارو وزیر پر څو مهمو پروژو د خبرو لپاره کابل ته راغی
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف نن (جمعه د مرغومي ۱۹) د یو شمېر پروژو د پلي کیدو په اړه د بحث او خبرو لپاره کابل ته رارسیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ رشید مرادوف به د خپل دوه ورځني سفر په بهیر کې له ولسمشر غني، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د دواړو هېوادونو تر منځ د څو ګډو اقتصادي پروژو د پیل او پلي کېدو په اړه خبرې وکړي
بازدید وزیر امور خارجۀ ترکمنستان از کابل pic.twitter.com/J2Vd30YPJB
— Ministry of Foreign Affairs – Afghanistan 🇦🇫 (@mfa_afghanistan) January 8, 2021
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: دغه راز افغانستان ته د رشید مرادوف د سفر مهمه موخه د څو هوکړه لیکونو لاسلیک دی، چې د سیاسي مشورو په ګډون کرنیز قرنطین، امنیتي هوکړه لیک او د کابل او عشق آباد ترمینځ د ګاز او نفتو د مسلو په اړه د یو لړ هوکړه لیکونو لاسلیک دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له رشید مرادوف سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د ټیلیفون پر لیکه بحث او خبرې کړې وې.
