تازه خبرونه

د ترکمنستان د بشري مرستو یوه ټولګه هرات ته راورسېده

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ويلي، له ترکمنستان څخه د بشري مرستو دوه یمه ټولګه د سې شنبې پر ورځ (د لیندۍ ۲۳) د تورغونډۍ سرحدي بندر له لارې هرات ولایت ته راورسېده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ویلي، چې د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم ګډون کړی و.

د احمد الله وثیق د څرګندونو له مخې، د دغې ټولګې ارزښت یو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالردی، چې په کې نفتي توکي، پترول، ډیزل، مایع ګاز او همدا راز غنم او البسه هم شته.

ترکمنستان له دې مخکې هم افغانستان ته د بشري مرستو یوه ټولګه لېږلې وه.

دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی ټام ویسټ هم ويلي، چې امریکا سږ کال له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیون ډالرو بشري مرستو ژمنه کړې ده.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا د کوواکس پروګرام له لارې افغانانو ته د کرونا واکسین یو میلیون خوراک هم مرسته کوي.

د ټام ویسټ د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د امریکا مرسته ۴ اعشاریه درې میلیون خوراکه ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version