نړۍ
د ترکمنستان د ولسمشر زوی ممکن ولسمشریزې ټاکنې وګټي
(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۰)
د رویټرز د راپور له مخې؛ شونې ده ، چې د ترکمن ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف زوی سردار بردي محمدوف به ولسمشریزې ټاکنې وګټي.
د ترکمنستان ولسمشر له دې مخکې اعلان کړی و، چې واک به ځوان نسل ته ولېږدوي.
له همدې کبله د ترکمنستان ولسمشر له وخت مخکې ټاکنې پیل کړې.
سردار بیردي محمدوف هم منلې، چې د مارچ د دولسمې په ولسمشریزو ټاکنو کې به د خپل پلارځای ونیسي.
د قربانقلي بردي محمدوف څلویښت کلن زوی، چې اوس د لومړي وزیر مرستیال دی؛ شونې ده، چې په دې ټاکنو کې د خپل پلار ځایناستی شي.
سردار بردي محمدوف د خپل پلار لخوا پر ډېرو مهمو دولتي پوستونو وګمارل شو، چې په کې د ډيپلومات، د پارلمان د غړي، قومندان او مرستيال لومړی وزير دندې ترسره کړي، چې د ولسمشرۍ لپاره د هغه د چمتووالي څرګندې نښې دي.