سوداگري

د ترکمنستان صنعتکاران د هرات ساختماني توکو پېرودلو ته لیواله دي

Published

on

د ترکمنستان د صنعتکارانو اقتصادي پلاوى، چې هرات ته پر درې ورځیني سفر راغلی؛ د مرمر د ډبرو، سیخ او د ودانیزو رنګونو د تولید له کارخونو لیدنه وکړه.

هرات ته د ترکمنستان د خصوصي سکټور د اقتصادي پلاوي غړي وایي؛ د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي. دغه راز هڅه کوي، چې هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ساختماني توکي واخلي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان او ترکمنستان د صنعتکارانو ترمنځ  ځینې تفاهم لیکونه هم  لاسلیک شي.

د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي غړی چاریار وایي: په دې سفر کې، چې مونږ هرات ته کړی؛ هغه محصولات مو، چې په کارخونو کې ولیدل په ځانګړي توګه د مرمر او اونیکس ډبرو، لاسي صنایعو، په برخه کې  دا رښتیا هم زړه‌راکښونکي دي. په طبیعي توګه، لاسي صنایع د نړۍ ترټولو قیمتي او مشهور  توکي بلل کیږي. مونږ د هغو محصولاتو له امله حیران شوو، چې مونږ دلته ولیدل.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي، د هرات صنعتي ښارګوټي اوس په بېلابېلو سکټورونو کې د توليدي توکو د صادرولو توان لري. دا مهال د مرمرو د پروسس په برخه کې شاوخوا ۴۰ شرکتونه فعالیت کوي، چې د هرات له صنعتکارانو سره د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي هوکړه د ساختماني توکو د سوداګرۍ په برخه کې یو ارزښتناک ګام بلل کېدی شي.

د یوې کارخونې خاوند احسان الله په دې باور دي، چې په دې وروستيو کلونو کې د ساختماني توکو د توليد وضعيت ښه شوى، د مرمر او سیخ د توليد او پروسس په برخه کې ظرفيتونه زيات شوي دي.

ویل کیږي، چې دا مهال د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې اته سوه کارخونې فعالې دي، چې د ترکمنستان اقتصادي پلاوی به د ساختماني توکو د پېرلو په برخه کې د هرات له صنعتکارانو سره هوکړې ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version