تازه خبرونه
د ترکیي په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له پېښې پر کرونا اخته ۹ ناروغانو ساه ورکړې
(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۳۹۹)
د ترکیې روغتیایي چارواکو څرګنده کړې؛ د شنبې پر ورځ د ترکیې د ګازنټیپ روغتون د کرونا ویروس د پاملرنې په څانګه کې اورلګېدنې له ۹ کسانو ژوند اخیستې.
د روغتیا وزیر فرحتین کوکا ویلي؛ اورلګېدنه په یوه شخصي روغتون کې رامنځته شوې او داسې انګیرل کیږي، چې پېښه د اکسیجن د وینټیلیټر له چاودنې وروسته پیل شوې ده.
کوکا زیاته کړې نور ناروغان نږدې روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د انادولو خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ اور د ګازنټیپ په سانکو پوهنتون روغتون کې لګېدلی.
دوی د روغتون د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې قربانيان د ۵۶ او ۸۵ کلونو تر منځ عمرونو لرونکي وه.
د انادولو د راپور له مخې؛ د ولایت چارواکو ویلي، چې ۱۹ ناروغان په روغتون کې ول، چې د سهار پر ۴:۴۵ دقیقو د آکسیجن د وینتیلیټر له چاودنې رامنځته شوې ده.