سیمه ییز خبرونه
د ترکیې استخباراتي ځواکونو په سوریه کې د داعش مشر وژلی – اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د ترکیې استخباراتي ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت نومي داعش مشر ابو حسین القرشي وژلی دی.
اردوغان له ترک تي آر تي تلویزیوني چینل سره په مرکه کې څرګنده کړې: دغه کس پرون په سوریه کې د ترکیې ملي استخباراتو د عملیاتو پر مهال له پښو وغورزول شو.
اردوغان زیاته کړې، چې قریشي له ډېر وخت راپدیخوا د ترکیې د استخباراتو ترڅارنې لاندې و.
داعش د ۲۰۲۲ ز. کال په نومبر میاشت کې له هغې وروسته، چې پخوانی مشر ابو الحسن الهاشمي القرشي یې د سوریې د سویل په عملیاتو کې ووژل شو؛ القریشي یې د خپل مشر په توګه وټاکه.
د سوریې سرچینو رویترز ته څرګنده کړې؛ دا عملیات د سوریې- ترکیې پر پوله جانداریس ښار کې شوي دي.
اردوغان ویلي؛ د ترهګرو ډلو پرضد به خپلو عملیات روان وساتي.
د اسلامي دولت نومې داعش ډلې ویاند هغه مهال ویلي وه: القرشي، چې د عراق دی د ( الله له دښمنانو سره جګړه) کې وژل شوی؛ خو د وژل کېدو نېټه او د جګړې څرنګوالی یې ندی په ډاګه کړی.
دې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې ګڼې سیمې ونیولې؛ خو وروسته یې په دواړو هېوادونو کې ماته وخوړله.